CRI Online

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د چين نړيوالې راډيو له خبريال زلمي سره مرکه وکړه

د اسيا د متقابل همکارۍ او باور مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه د مۍ په شلمه نېټه د چين په شانګهای ښار کې شروع کېږي. دغه غونډه به د اسيا د امنيت په باب يو څواړخيز فورم دی. چين به د دغه مجلس د جوړونکي غړي په توګه له ٢٠١٤ کال نه تر ٢٠١٦ کال پورې د دغه مجلس د رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخلي. د ٤٦ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشران، مسؤلين او استازي به پکې برخه واخلي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د مۍ د اتلسمې نېټې په شپه شانګهای ته ورسېد او په ياده غونډه کې به برخه واخلي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په ١٩ نېټه په شانګهای کې له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. او دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډو علاقو وړ سيمه ييزو او نړيوالو مسلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې.

ولسمشر حامد کرزي په همدې ورځ زموږ د راډيو له خبريال احمد زلمی سره يوه ځانګړې مرکه وکړه. نو په نننۍ کړۍ کې به د دغې مرکې په اړه معلومات واورئ

خبرونه
• شي جن پينګ د ايران له ولسمشر روحاني سره وکتل
• نړيوالې ټولنې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس په سرمشريزه غونډه کې د شي جين پينګ وينا ته ډېره پاملره وکړه
• شي جين پينګ د پاکستان له ولسمشر سره وکتل
• د پاکستان ولسمشر: د اسيا د امنيت نوې نظريې د دې سيمې د ډله ييز خونديتوب د عملي کېدو لپاره ګټورې دي
• د اسيا د امنيت په هکله د شي جن پينګ نظريه په شانګهای اعلاميه کې شامله شوه
• شي جن پينګ، د قزاقستان ولسمشر او د ترکيې د ولسمشر ځانګړي استازي په يوه ګډه خبري ناسته کې حاضر وو
• چين او روسيې د انرژۍ په برخه کې دوه همکاريز تړونونه لاسليک کړ
• د سريلانکا او پاکستان ولسمشرانو په شانګهای کې سره خبرې اترې وکړې
• د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو د سرمشريزې غونډې لومړنۍ پړاو غونډه تر سره شوه
• شي جين پينګ:بايد د خبرو اترو او همکارۍ له لارې امنيت وساتل شي
• پرمختګ د اسيايي امنيت عمومي کلی ده
• د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس د څلورمې دورې د سرمشريزې غونډې لومړی پړاو پرانيستل شو
• بان کي مون له پوټين سره وکتل
نور>>
تبصرې
v د اسيا د متقابل همکارۍ او باور مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه په شانګهای کې پرانيستل شوه او شي جين پينګ د اسيا د امنيت ساتلو په اړه نوی نظرونه وړاندې کړل.
v د ايران ولسمشر حسن روحاني به له چين څخه سفر وکړي
v چين او روسيه به د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ د غونډې په چوکاټ کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي
v د قزاقستان کارپوهان هيله لري چې چين د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو سرمشريزې غونډې د بريالۍ کېدو لپاره هڅه وکړي
v هندي کارپوهان د اسيا د متقابل باور او همکارۍ مجلس سرمشريزې غونډې ته پام کوي.
v د اسيا هېوادونه د امنيت په هکله نويو نظريو ته اړتيا لري
نور>>

د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د غونيې لنډه ورپېژندنه

د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور غونډه د امنيت په اړه يو څو اړخيز فورم دی او مرام يې د برخه ايزو اسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اعتماد پياوړی کول دي . د څلورمې دورې غونډه د مۍ په شلمه او يو ويشتمه نېټه د چين په شانګهای ښار کې جوړېږي .
د قزاقستان ولسمشر نظربايف د ١٩٩٢ کال په اکتوبر مياشت کې د م م د ٤٧ عمومي غونډه کې د لومړي ځل لپاره په ټوله اسيا کې د سيمه ايز امنيت او همکارۍ سازمان د جوړولو وړانديز وکړ څو چې د بېلابېلو هېوادونو د پوهانو او مشرانو ترمنځ د اسيا او يا د اروپا او اسيا د سولې او امنيت په کله د بحث له لارې د اسيايي هېوادونو په منځ کې ديالوګ او مشوره پياوړی شی ، خپلمنځي بدتفاهم ، مقابله او شخړه لېرې شی ، د سيمې ثبات او ارامی وساتل شی څو چې مخامخ شوي ستونزې حل ، په اسيا کې د امنيتي ضمانت نظام جوړ او د سيمې اقتصادي پرمختيا او ټولنيزه سوکالی رامنځته شی ، دغه راز دا پېشنهاد يې هم وکړ چې د سيمې د امنيت او همکارۍ غونډې نوم د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د غونډې په نوم بدل شی>>>

حامد کرزي: راتلونکی افغان ولسمشر بايد د چين سره اړيکې پياوړې کړي.
د افغانستان ټايمز انګليسي ورځپاڼې د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وييلي دي، چې د افغانستان راتلونکی حکومت دې نه يوازې د چين سره دوستانه اړيکي وساتي، بلکې د خپلمنځيو دوه اړخيزو اړيکو د لا توانيدو لپاره دې هم هلې ځلې وکړي.

دچين نړيواله راډيو د پښتوڅانګې سره د دوشنبې په ورځ په يوه مرکه کې ښاغلي کرزي وويل: د دوه اړخيزو همکاريو پياوړتيا، د افغانستان اوچين دواړو هيوادونو لپاره ګټوره ده. دواړه هيوادونه دوستانه اړيکې لري او په راتلونکې کې دغه اړيکې بايد، د ژوند نوروساحو لکه سياست، امنيت، اقتصاد، کلتور او سوداګرۍ ته هم پراخې شي>>>

د افغانستان خلک چين ته د ولسمشر حامد کرزي سفر ته پاملرنه کوي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس د څلورمې دورې د سرمشريزې غونډې لپاره چين ته سفر وکړي. د دغې غونډې عمومي مضمون دا دی چې د ډيالوګ د پياوړتيا او د باور او همکارۍ د ټينګېدو پر بنسټ د اسيا د سولې، ثبات او همکارۍ پياوړی کړي. برخوال به د اسيا د امنيتي اوضاعو د ښه والي او د دغه مجلس په چوکاټ کې د تګ راتګ، اعتماد او همکارۍ د پياوړتيا په ګډون د يو لړ مضوعاتو په اړه بحث وکړي>>>

چين ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سفر په اړه په پکتیا کې د سیاسي چارو له کارپوه شیرعلي فیضي مېلمه دي سره مرکه

د اسيا د متقابل باور او همکارۍ مجلس سرمشريزه غونډه په چين کې تر سره کیږي. په دې غونډه کې به د افغانستان او د اسيايي هېوادونو پر اوسني وضعيت خبرې کيږي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به هم په دې غونډه کې برخه اخلي او د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به ګوري . دافغان ولسمشرددې سفرپه اړه په خپرونه کې راسره په پکتیاکې دسیاسي چاروکارپوه شیرعلي فیضي مېلمه دي هیله ده چې داخپرونه ترپایه راسره واوری>>>.